HealthKabulافغانستانپښتو

د ۱۴۰۵ د زمری ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-18 23:37:07🎙 راډیو واورئ

سرچینې تاییدوي، چې تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي انګړ ته څو لاسي بمونه غورځول شوي او په دغه پېښه کې له پنځوسو ډېر زده‌کوونکي ټپیان شوې دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پېښې ډېری ټپیان له ۹ تر ۱۲ کلونو پورې عمرونه لري او د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د ايمرجنسي روغتون ډاکټران وایي، چې د دې پېښې ٣٥ ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوې دي. په همدې حال کې، د پېښې عیني شاهدان وایي، چې برید پرون شاوخوا مازدیګر څلور بجې او ۴۵ دقیقې هغه مهال وشو، چې زده‌کوونکي رخصتېدل. طالبانو هم د پېښې په تایید سره ویلي، چې یوازې څو زده‌کوونکي ټپیان شوي دي. په کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند له زیاتو جزییاتو ډډه کړې، خو وایي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي. دغه برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-18 23:37:07

مهالوېش

  1. Amu TV

    د ۱۴۰۵ د زمری ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-18 19:23:43

د ۱۴۰۵ د زمری ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button