په نوي ډیلي او اسلاماباد کې د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ځانګړې غونډې ترسره شوې دي، چې د کوربه هېوادونو د ځینو ډپلوماټانو او چارواکو ګډون پکې لیدل شوی دی. په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې په جوړو شوو مراسمو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پرکاش ګډون کړی و. په ډیلي کې د طالبانو استازي نور احمد نور په دغو مراسمو کې وویل چې د طالبانو له حکومت سره د هند ډپلوماټیکې اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د نوي ډیلي او کابل ترمنځ سیاسي باور، اقتصادي همکاري او دوامداره تعامل نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دی، بلکې د سیمې په ثبات، سیمهییز پیوستون او ګډې هوساینې کې هم مهم رول لوبوي. په ورته وخت کې په اسلاماباد کې هم د افغانستان په سفارت کې ورته غونډه جوړه شوې وه. که څه هم بهرنیو ډپلوماټانو پکې ګډون درلود، خو د پاکستان حکومت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د برخې مدیر نعیم اقبال استولی و. په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په خپله وینا کې وویل چې کابل له ټولو ګاونډیو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د متقابل درناوي، برابري او په کورنیو چارو کې د نه مداخلې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
په ډیلي او اسلاماباد کې د طالبانو غونډې؛ د هند د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ګډون | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
په ډیلي او اسلاماباد کې د طالبانو غونډې؛ د هند د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ګډون | آمو ټلویزیون