DiplomacyEnglishKabulافغانستان

غزني کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-19 04:08:13🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ګیرو ولسوالۍ په «دېسي» کلي کې شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د جاوید په نوم دغه څلور کلن ماشوم د اوبو یوه حوض ته لوېدلی او ژوند له یې لاسه ورکړی دی. امنیه قومانداني له کورنیو غوښتي چې د اوبو د حوضونو، ویالو او نورو احتمالي خطرناکو ځایونو ترڅنګ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د غزني د اجرستان ولسوالۍ په عثمان‌خیلو کلي کې یو ماشوم د اوبو په حوض کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-19 04:08:13

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 08:35:20

غزني کې یوه ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button