مزارشریف ـ د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په دوام، په مزارشریف کې د ایران د وروستۍ جګړې د قربانیانو او د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته سپارلو له څلوېښتمې ورځې سره هممهاله، د جګړې د پایلو د تاریخي حافظې د ثبت په موخه د عکسونو نندارتون پرانیستل شوی دی. د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په دوام، تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراخېدو پر امکاناتو ټینګار کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، وايي چې د ایران او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې دي او دواړه هېوادونه کولای شي د خپلو ګډو ظرفیتونو له مخې همکارۍ لا پراخې کړي. بقايي ویلي، ایران او افغانستان نه یوازې ګاونډي او مسلمان هېوادونه دي، بلکې ګڼ کلتوري او تاریخي مشترکات هم لري؛ له همدې امله باید دواړه لوري د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسي او له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ګټه واخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع حقوقي او سیاسي بللې او ویلي یې دي چې د دې موضوع په اړه به د وروستۍ پایلې تر ترلاسه کېدو وروسته پرېکړه وشي. د سیاسي چارو کارپوه عباس حسنزاده وايي، د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه به د سیاسي اړیکو د ښه کېدو او اقتصادي ودې په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
مزارشریف کې د ایران د وروستۍ جګړې د قربانیانو په یاد د عکسونو نندارتون پرانیستل شو + غږیز راپور
سرچینې
External sources
مزارشریف کې د ایران د وروستۍ جګړې د قربانیانو په یاد د عکسونو نندارتون پرانیستل شو + غږیز راپور