EconomyKabulافغانستانپښتو

د زمري ۲۸مه؛ د خپلواکۍ تاریخي ورځ او له تېرو یرغلونو درسونه — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 10:47:29🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ده؛ سیاسي شنونکي د تېرو یرغلونو تجربو ته په کتو، د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ملي یووالی، کورنی ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او له سیمې او نړۍ سره متوازن سیاست مهم بولي. لومړۍ افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ میلادي کلونو ترمنځ او دویمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو ترمنځ وشوه. درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د هماغه کال په اګست کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. دغه ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي. د سیاسي چارو شنونکي محمدزمان مزمل پژواک ته وویل، د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې دا ورځ د هېواد د لومړي بهرني اشغال د پای ته رسېدو او د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو تاریخي او سپېڅلې ورځ ده. مزمل وویل، د دې ورځې اهمیت په دې کې دی چې له استعمار او اشغال سره د مبارزې ډېر درسونه لري او افغانان باید د خپلواکۍ د مبارزې له تجربو او په هغه کې د بېلابېلو شخصیتونو له رول څخه زده‌کړه وکړي. د سیاسي چارو یو بل شنونکی قاضي نجیب‌الله جامع هم وایي، د زمري ۲۸مې تاریخي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 10:47:29

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د زمري ۲۸مه؛ د خپلواکۍ تاریخي ورځ او له تېرو یرغلونو درسونه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 15:12:23

د زمري ۲۸مه؛ د خپلواکۍ تاریخي ورځ او له تېرو یرغلونو درسونه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button