Summary: د فراه ولایت د والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ایران د جنوبي خراسان ولایت د والي سید محمدرضا هاشمي او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سیمهییزو مسوولینو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه. د فراه ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وشوې. د ناستې ګډونوالو د شیخ ابونصر فراهي بندر د سړک، سوداګرۍ، کرنې، ګرځندوی، زدهکړو، روغتیا، انرژۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث وکړ. د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد د ایران پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو لوریو ترمنځ د شویو هوکړو پر عملي کېدو ټینګار وکړ او د شیخ ابونصر فراهي بندر د سړک د یوې برخې بشپړېدل یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله. ورته مهال، د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي دا ناسته ګټوره وبلله او ویې ویل، چې د دواړو لوریو د ګډو تخصصي ټیمونو له لوري د شیخ ابونصر فراهي بندر د سړک، سوداګرۍ، کرنې، زدهکړو، ګرځندوی او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې. نوموړي زیاته کړه، چې هڅې کېږي د را روان ژمي له رارسېدو مخکې د شیخ ابونصر فراهي بندر د پاتې ۶۴ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې شي. د ایران د جنوبي خراسان والي دغه بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم وباله او د ورته ناستو دوام یې د ګډو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اغېزناک وباله. د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره باید شته ستونزې په ګډه هوارې او د راکړې ورکړې اسانتیاوې رامنځته شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
فراه کې د افغانستان او ایران د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته وشوه
سرچینې
Afghan sources
فراه کې د افغانستان او ایران د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته وشوه