EconomyEnglishافغانستان

پکتیا کې اووه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-08-19 11:42:12🎙 Listen to radio

Summary: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ د ۲۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت اووه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پکتیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې په دغو پروژو کې د ۱۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت پنځه لوبغالي، ۳۶۱ متره استنادي دېوال او ۵۳۰ متره کانال شامل دی. د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې عمومي رئیس نورالدین ترابي د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، چې هېواد د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ګڼو نورو پروژو ته اړتیا لري او د خلکو ستونزو د هواري لپاره باید ورته پروژې هم پلې شي. په همدې حال کې، د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو پلي کېدل مهم او ګټور بولي او د عامه اسانتیاوو د پراختیا او د خلکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ورته نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-19 11:42:12

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیا کې اووه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-19 04:29:19

پکتیا کې اووه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button