EnglishKabulافغانستانامنیت

د خپلواکۍ ورځ؛ چارواکو پر خپلواک سیاست، ملي یووالي او نړۍوال تعامل ټینګار… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-19 11:48:39🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا لوړپوړو چارواکو د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د خپلواکۍ د ساتنې، ملي یووالي، امنیت او اقتصادي پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، له نړۍ سره یې د متقابل درناوي پر بنسټ د پراخ تعامل غوښتنه وکړه او له مخالفینو یې وغوښتل چې له تقابل او ناامنۍ رامنځته‌کوونکو هڅو لاس واخلي او افغانان دې ثبات او سوکالۍ ته پرېږدي. د افغان ـ انګرېز لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ میلادي کلونو ترمنځ او دویمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو ترمنځ وشوه. درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د هماغه کال په اګسټ کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. دغه ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي. نن په ملي دفاع وزارت کې په همدې اړه غونډه جوړه شوې وه. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یادې غونډې ته په وینا کې وویل، ‎د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغان مجاهدینو امکانات او وسلې کمزورې وې، خو ایماني جذبه او عقیده یې پیاوړې وه. ده هغو نړۍوالو قدرتونو ته چې د افغانستان پر وړاندې بد نیت لري وویل، چې د افغانستان له تاریخه دې عبرت واخلي او د لاس‌وهنې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-19 11:48:39

Timeline

  1. Pajhwok

    د خپلواکۍ ورځ؛ چارواکو پر خپلواک سیاست، ملي یووالي او نړۍوال تعامل ټینګار وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 16:16:56

د خپلواکۍ ورځ؛ چارواکو پر خپلواک سیاست، ملي یووالي او نړۍوال تعامل ټینګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button