Healthافغانستاندریهرات

فراه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ یو شمېر قراردادونه لاسلیک شول — Bakhtar

در حال تکمیلHealthهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-19 23:43:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: فراه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د سیمنټو په برخه کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شول. په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي، د دواړو هېوادونو یو شمېر ډیپلوماتیکو استازو، د صنعت او سوداګرۍ مسوولینو، سوداګرو او د سیمې یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورته ناستو جوړول او د سوداګریزو هوکړه‌ لیکونو لاسلیکول د سوداګرۍ، ترانزیټ، ټرانشیپ او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرو د ستونزو هواري لپاره مهم وبلل. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بازارچې له لارې د موټرو د تګ راتګ د زیاتوالي او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه. ورته مهال، د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي د افغانستان او ایران، په ځانګړي ډول د فراه او جنوبي خراسان ترمنځ اړیکې پخوانۍ او دوستانه وبللې او ویې ویل، چې له افغانستان سره د ایران د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او په دې برخه کې څه باندې ۵۰ پانګه‌والو په لویه کچه پانګونه کړې ده. همدارنګه، د خالد الیاس فراهي شرکت مسوول او ملي سوداګر ضیاالحق غازي‌زاده، چې د ۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یې د ۵۰ زره ټنه سیمنټو د پېرلو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، د سوداګرۍ په برخه کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښي څرګنده کړه. نوموړي وویل، که د سوداګرو، موټرچلوونکو او استازو د ویزو، جوازونو او لګښتونو ستونزې هوارې شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې راکړې ورکړې لا پراخې شي. د بهرنیو چارو وزارت د هرات استازولۍ رئیس ډاکټر محمد اسماعیل سلیم باختر اژانس ته وویل، چې یاد هوکړه‌لیکونه د فراه او جنوبي خراسان ولایتونو د سوداګرو ترمنځ د سیمنټو په برخه کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي او په نږدې راتلونکي کې به عملي شي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغان او ایراني خصوصي سکټورونو ترمنځ د نوي هوکړه‌لیک ترڅنګ، د پخوانیو درېیو هوکړه ‌لیکونو پر عملي کېدو هم ټینګار وشو. د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا، روغتیا او نورو برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم هوکړې وشوې او د سوداګرو یو شمېر وړاندیزونه او ستونزې واورېدل شوې.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-19 23:43:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    فراه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ یو شمېر قراردادونه لاسلیک شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-19 17:04:22

فراه کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ یو شمېر قراردادونه لاسلیک شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button