Englishافغانستانامنیت

راپور؛ تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم د افغان کډوالو رواني ټپونه تازه پاتې… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-20 05:06:33🎙 Listen to radio

د «الکترونیک امېګرېشن نېټورک» په یوه راپور کې راغلي، له جګړو او ناامنۍ څخه د تېښتې سربېره، په پاکستان کې مېشت ګڼ افغان کډوال لاهم د بې‌ځایه کېدو له رواني او عاطفي اغېزو سره مخ دي. د «اېن‌پي‌ار» د راپور له مخې، د دغه افغانانو په ډله کې د امریکا د پوځ د ځینو اوسنیو سرتېرو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې له یو کال راهیسې د قطر په السیلیه پنډغالي کې په تمه دي.په راپور کې راغلي، د امریکا حکومت هغه افغانانو ته د بیا مېشتېدو او امریکا ته د انتقال لارې جوړې کړې وې چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و؛ خو یوشمېر دغه کسان لاهم د ویزو او انتقال په تمه دي.په راپور کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری شان جمشیدي په حوالې راغلي، مشر ورور او خور یې له خپلو اولادونو سره له یوه کال راهیسې په قطر کې بند پاتې دي.جمشیدي چې په ۲۰۰۰کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان نه امریکا ته تللی و، وروسته یې د امریکا په سمندري ځواکونو کې لس کاله خدمت کړی دی. د هغه ورور په افغانستان کې پاتې شوی و او وروسته یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.جمشیدي وايي، د هغه ورور د امریکا لپاره د کار…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-20 05:06:33

Timeline

  1. AF International

    راپور؛ تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم د افغان کډوالو رواني ټپونه تازه پاتې دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-20 02:45:15

راپور؛ تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم د افغان کډوالو رواني ټپونه تازه پاتې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button