DevelopmentKabulافغانستانپښتو
د پاکستان له بندخونو ۳۲۲ افغان کډوال خوشې شول — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۲۲ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۰۹ تنه یې له تورخم او ۱۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي، په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو چې ازاد او هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت لیکلي چې خوشې شوي کسان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 05:17:16
مهالوېش
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو ۳۲۲ افغان کډوال خوشې شول