کابل (پژواک، ۲۹ اسد ۱۴۰۵): په بلوچستان کې د ګاز لېږدوونکي یوه موټر او یوه شخصي موټر د ټکر له امله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړيمړه شوي دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه د ګوادر ولسوالۍ د «اورمارا» په سیمه کې پر ساحلي لویه لار رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د ګاز لېږدوونکي یوه تېزرفتاره موټر له هغه موټر سره مخامخ ټکر کړی چې د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې سپاره وو او وروسته چپه شوی دی. سرچینې لیکلي چې له ټکر وروسته شخصي موټر اور اخیستی او په کې سپاره ټول کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي دي. د لویې لارې د پولیسو یوه چارواکي محمد اسلم بنګلزي ویلي چې په قربانیانو کې دوه نارینه، دوې ښځې او دوه ماشومان شامل وو او له کراچۍ څخه د تربت پر لور روان وو. پولیسو ویلي چې موټر له پېښې وروسته اور اخیستی او سپرلیو یې له موټر څخه د وتلو فرصت نه دی موندلی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي
سرچینې
Afghan sources
په بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي