Kabulافغانستانامنیتپښتو

ټرمپ هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره اقتصادي مرسته کوي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 06:37:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۹ اسد ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، هر هغه هېواد چې ایران ته «د اقتصادي ژغورنې لار» برابره کړي، امریکا به یې پر وړاندې اقتصادي اقدامات وکړي. رویټرز خبري اژانس نن په یوه راپور کې لیکلي چې ټرمپ دغه څرګندونې تېره شپه کړې دي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ نه دي روښانه کړي چې امریکا به د داسې هېوادونو پر وړاندې څه ډول اقدامات وکړي او د کوم مشخص هېواد نوم یې هم نه دی اخیستی. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ جګړه نږدې شپږ میاشتې کېږي روانه ده او خلیجي هېوادونو ته هم غځېدلې ده. د رویټرز د راپور له مخې، په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او نړیوال بازارونه هم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ راتګ د ایران د اغېز له وړتیا څخه سخت اغېزمن شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 06:37:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ټرمپ هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره اقتصادي مرسته کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-20 11:04:20

ټرمپ هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره اقتصادي مرسته کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button