EnglishHealthKabulافغانستان

د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-20 10:17:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترسره شوه او دواړو لورو په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (پنجشنبه) خپره شوې، راغلي چې یاده غونډه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د بلاروس جمهوریت د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف په مشرۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مینسک ښار کې ترسره شوه. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت استازی او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسان په کې شامل وو، ګډون کړی و. د بلاروس پلاوي هم چې د کرنې او خوړو، صنعت، عامې روغتیا او کانونو وزارتونو مرستیالان، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا، اسټرالیا او اوقیانوسیه چارو سلاکار او د اړوندو ادارو یو شمېر مسوولین په کې شامل وو، په دې غونډه کې ګډون کړی و. وزارت زیاتوي چې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-20 10:17:02

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-20 14:42:33

د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button