Developmentافغانستاندری

نورستان کې د دوو ولسوالیو لپاره اداري ودانۍ جوړېږي — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopment1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-20 11:48:55🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لپاره د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اداري ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم باختر اژانس ته ویلي، چې د دغو ولسوالیو لپاره، چې تر دې وړاندې یې اداري ودانۍ نه لرلې، خپلې چارې یې په کرایي کورونو کې پرمخ بیولې.نوموړي زیاته کړې، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو هره اداري ودانۍ به ۱۲ خونې، پنځه تشنابونه او یو پخلنځی او ځینې نورې اړینې برخې ولري.نوموړي څرګنده کړه، چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به د ولسوالیو مسوولین او اړوندې ادارې وکولای شي خپلې چارې په مناسب چاپېریال کې پرمخ یوسي.د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د اداري چارو د ښه پرمختګ په موخه لسګونو ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-20 11:48:55

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نورستان کې د دوو ولسوالیو لپاره اداري ودانۍ جوړېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-20 05:04:04

نورستان کې د دوو ولسوالیو لپاره اداري ودانۍ جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button