Healthافغانستانپښتوهرات

هرات او بادغیس کې نښلوونکې لارې له کلونو راهیسې ویجاړې پاتې دي |… — Amu TV

روان خبرHealthهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 11:48:59🎙 راډیو واورئ

د هرات او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې له لسګونو کلونو راپدېخوا د دغو دوو ولایتونو د بېلابېلو او ګڼ‌نفوسو ولسوالیو نښلوونکې لارې پخې او قیر شوې نه دي، چې له امله یې د ولسونو پر ورځني ژوند او روغتیایي لاسرسي ډېر بد اغېز کړی دی. د سیمه ییزو راپورونو له مخې، له تېرو درېیو لسیزو راهیسې په دغو سختو او لا هم خامو لارو کې ګڼو افغانانو د ترافیکي پېښو او یا روغتونونو ته د خامو سړکونو له امله د نه رسېدو په علت خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د سيمې خلک د پخو سړکونو او پلونو د بیړني جوړېدو غوښتنه کوي. د لامان ولسوالۍ له لارې د هرات او بادغیس نښلوونکي پُل کار، چې د تېر جمهوریت له سقوط وروسته نیمګړی پاتې و، په تېرو پینځو کلونو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی. د ځايي خلکو په وینا، د سیند د اوبو د کچې د لوړېدو پر مهال خلک مجبور وي چې ورځې ورځې د لارې خلاصېدو ته په تمه پاتې شي. په ورته وخت کې، د قلعه‌نو – بالامرغاب ۱۲۰ کیلومتره لویه لاره او د رباط‌ سنګي او کشک‌ کهنه ولسوالیو ترمینځ ۱۰۰ کیلومتره لاره بشپړه خامه، ډبرینه او نابرابره ده. د بالامرغاب او رباط ‌سنګي اوسېدونکي وايي چې مسافر اړ کېږي ساعتونه ساعتونه په خورا لوړه کرایه او بدو شرایطو کې سفر وکړي او…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 11:48:59

مهالوېش

  1. Amu TV

    هرات او بادغیس کې نښلوونکې لارې له کلونو راهیسې ویجاړې پاتې دي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-20 09:07:04

هرات او بادغیس کې نښلوونکې لارې له کلونو راهیسې ویجاړې پاتې دي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button