د هرات او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې له لسګونو کلونو راپدېخوا د دغو دوو ولایتونو د بېلابېلو او ګڼنفوسو ولسوالیو نښلوونکې لارې پخې او قیر شوې نه دي، چې له امله یې د ولسونو پر ورځني ژوند او روغتیایي لاسرسي ډېر بد اغېز کړی دی. د سیمه ییزو راپورونو له مخې، له تېرو درېیو لسیزو راهیسې په دغو سختو او لا هم خامو لارو کې ګڼو افغانانو د ترافیکي پېښو او یا روغتونونو ته د خامو سړکونو له امله د نه رسېدو په علت خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د سيمې خلک د پخو سړکونو او پلونو د بیړني جوړېدو غوښتنه کوي. د لامان ولسوالۍ له لارې د هرات او بادغیس نښلوونکي پُل کار، چې د تېر جمهوریت له سقوط وروسته نیمګړی پاتې و، په تېرو پینځو کلونو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی. د ځايي خلکو په وینا، د سیند د اوبو د کچې د لوړېدو پر مهال خلک مجبور وي چې ورځې ورځې د لارې خلاصېدو ته په تمه پاتې شي. په ورته وخت کې، د قلعهنو – بالامرغاب ۱۲۰ کیلومتره لویه لاره او د رباط سنګي او کشک کهنه ولسوالیو ترمینځ ۱۰۰ کیلومتره لاره بشپړه خامه، ډبرینه او نابرابره ده. د بالامرغاب او رباط سنګي اوسېدونکي وايي چې مسافر اړ کېږي ساعتونه ساعتونه په خورا لوړه کرایه او بدو شرایطو کې سفر وکړي او…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
هرات او بادغیس کې نښلوونکې لارې له کلونو راهیسې ویجاړې پاتې دي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
هرات او بادغیس کې نښلوونکې لارې له کلونو راهیسې ویجاړې پاتې دي | آمو ټلویزیون