افغانستانامنیتپښتو

پنځه کاله وروسته؛ د طالبانو ترسیوري لاندې د پخوانيو افغان سرتېرو وضعیت — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 05:10:08🎙 راډیو واورئ

د «پي‌بي‌اېس نيوز اور» په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د درېیو کسانو او د هغوی د کورنیو کیسې روایت شوې دي، چې پنځه کاله وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لاهم له ناروښانه برخلیک او وېرې سره مخ دي. د نړیوالو کړکېچونو ډلې په یوه نوي تحلیل کې راغلي چې طالبان تر اوسه د خپل واک د ټینګښت په برخه کې له جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي، خو د افغانستان د اساسي ستونزو د حل لپاره د دوی د تګلارې د بدلون نښې هم نه لیدل کېږي. دغه ډله وايي، د طالبانو له واکمنۍ سره په هېواد کې امنیت ښه شوی، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې تر ډېره بریالۍ شوې او په دولتي ادارو کې پراخ فساد د پخوا په پرتله کم شوی دی. د راپور له مخې، سوداګري او واردات په کلکه تنظیم شوي، د ګمرکي محصولاتو له لارې د دولت عواید زیات شوي او په لویو ښارونو کې د سړکونو او نورو ساختماني پروژو فعالیت هم پراخ شوی دی. خو د دغه ګروپ په وینا، د ښځو او نجونو د حقونو محدودول د طالبانو د حکومت تر ټولو جدي ستونزه ده چې نه یوازې د دې ډلې پر حکومت «دروند داغ» دی، بلکې د افغانستان د دایمي زیانمنېدو او نړیوالې انزوا خطر هم زیاتوي. دغه ډله…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 05:10:08

مهالوېش

  1. AF International

    پنځه کاله وروسته؛ د طالبانو ترسیوري لاندې د پخوانيو افغان سرتېرو وضعیت

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-21 03:22:57

پنځه کاله وروسته؛ د طالبانو ترسیوري لاندې د پخوانيو افغان سرتېرو وضعیت

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button