KabulPoliticsافغانستانپښتو

ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره د بیا لیدنې غوښتنه کړې ده — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 05:37:09🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، غواړي د روان میلادي کال په وروستیو کې د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره بیا وګوري؛ خو پیونګ‌یانګ د دغه وړاندیز په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او له واشنګټن سره یې د خبرو د بیا پیل لپاره شرایط مطرح کړي دي. رویټرز نن (جمعه) راپور ورکړی چې ټرمپ دوه ورځې مخکې ویلي، تمه لري د روان کال په وروستیو کې له کیم سره وویني. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې له جنوبي کوریا سره په ګډو پوځي تمرینونو کې یې د امریکا د رول د پام وړ کمولو امر وکړ. د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوي له شمالي کوریا سره ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړي او له کیم سره احتمالي لیدنه په خپله بهرنۍ تګلاره کې د یوې لاسته‌راوړنې په توګه مطرح کړي. رویټرز لیکلي چې د شمالي کوریا د رهبر خور کیم یو جونګ د واشنګټن د هڅو په غبرګون کې ویلي، پیونګ‌یانګ لا هم د امریکا په «دښمنانه» سیاست کې د بدلون نښه نه ویني؛ خو زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ او کیم ترمنځ شخصي اړیکې لا هم «عالي» دي. شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو کمول هم بسنه کوونکي نه دي بللي او ټینګار یې کړی چې واشنګټن باید له پیونګ‌یانګ سره…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 05:37:09

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره د بیا لیدنې غوښتنه کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-21 10:02:05

ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره د بیا لیدنې غوښتنه کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button