کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلاماباد کې د شفا نړۍوال روغتون کې له روغتیايي معایناتو وروسته بېرته اډیاله زندان ته لېږدول شوی دی. د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارر په وینا، عمران خان د پاکستان د سترې محکمې د وروستي حکم له مخې وړمه شپه له زندانه روغتون ته ولېږدول شو او د سترګو، زړه او عمومي طب په ګډون د بېلابېلو برخو د متخصصو ډاکټرانو له خوا معاینه شو. تارر ویلي چې ډاکټرانو له معاینې وروسته د عمران خان روغتیايي وضعیت «مناسب» بللی او نوموړی د معایناتو له بشپړېدو وروسته نن سهار شاوخوا پنځه بجې (چهارشنبه، د اګسټ ۲۰مه) بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې چې د عمران خان یوه خور هم په روغتون کې د هغه د معایناتو پر مهال موجوده وه. د عمران خان دغه لېږد وروسته له هغه ترسره شو چې د پاکستان سترې محکمې د اګسټ په ۱۸مه امر وکړ چې نوموړی دې د معاینې او درملنې لپاره شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي. د پاکستان حکومت هڅه کړې وه چې د محکمې دغه پرېکړه بیا وکتل شي؛ خو د سترې محکمې ثبت دفتر د اسنادو د نیمګړتیا له امله د حکومت غوښتنه بېرته ورګرځولې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
عمران خان له روغتیايي معایناتو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو
Sources
Afghan sources
عمران خان له روغتیايي معایناتو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو