کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، بلاروس افغانستان ته د نفتي توکو د لېږد او واردولو برخه کې له دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره د مستقیمې همکارۍ او تړونونو لاسلیکولو لپاره چمتووالی ښودلی دی. دغه وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بلاروس د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ولادي میرویچ ریژکوفسکي، د دغه هېواد د نفتو ادارې له مرستیال ولادي میر سیلویچ سیزوف او د بلاروس د پانګونې خونې له مرستیال ګینادي ویکنتویچ کلیګا سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د افغانستان د صادراتو پراختیا، له بلاروس څخه د نفتي توکو واردولو، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د صنعت او انرژۍ برخو کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو چارواکو د شته اقتصادي ظرفیتونو پر اغېزناکې کارونې، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډو پانګونو پر رامنځته کولو او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د عملي همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د بلاروس لوري ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د نفتي توکو د لېږد او واردولو برخه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
بلاروس افغانستان ته د نفتي توکو په لېږد او واردولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی
منابع
Afghan sources
بلاروس افغانستان ته د نفتي توکو په لېږد او واردولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی