افغانستانامنیتدری

افغانستان ته د اخراج الوتنې له ۳۰۰ زره یورو ډېر لګښت درلود — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-21 09:11:30🎙 رادیو را بشنوید

له آلمان څخه افغانستان ته د هغو کسانو د ستنولو دوو ډله‌ییزو الوتنو هرې یوې چې له هېواده وتلو ته مکلف وو، له ۳۰۰ زره یورو څخه ډېر د الوتنې لګښت درلود. دغه الوتنې د روان کال په اپرېل او جون میاشتو کې ترسره شوې. دا معلومات د آلمان د فدرالي حکومت له هغه ځواب څخه څرګندېږي چې د کیڼ اړخي ګوند پارلماني ډلې یوې پوښتنې ته یې ورکړی دی. یادې پارلماني ډلې له حکومت څخه د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې د ډله‌ییزو ستنونو د لګښتونو په اړه هم معلومات غوښتي وو. د حکومت له خوا وړاندې شوي لېست ښيي چې په همدې موده کې تر ټولو ګران د ستنولو پرواز، د الوتکې د لګښت له پلوه، له لایپزیګ ـ هاله هوايي ډګر څخه پاکستان ته د مې میاشتې الوتنه وه. د دې الوتنې لګښت شاوخوا ۵۱۸ زره یورو و. خو د دې چارټر الوتنې مالي لګښت د اروپايي ټولنې د سرحدونو د ساتنې ادارې فرونټکس تمویل کړی و. د معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ۳۳ هغه کسان وو چې له آلمان څخه وتلو ته مکلف وو او ورسره ۷۵ فدرالي پولیس هم ملګري وو. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a web browser that supports HTML5 video د افغانستان د دوو ډله‌ییزو ستنونو په برخه کې بیا د فرونټکس مالي مرسته…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-21 09:11:30

خط زمانی

  1. Dw

    افغانستان ته د اخراج الوتنې له ۳۰۰ زره یورو ډېر لګښت درلود

منابع

External sources

DwPS
2026-08-21 09:08:58

افغانستان ته د اخراج الوتنې له ۳۰۰ زره یورو ډېر لګښت درلود

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button