افغانستانامنیتپښتو

ایران د تېر کال د اعتراضونو په تړاو یو ”افغان” کډوال اعدام کړ… — Bbc

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 11:53:42🎙 راډیو واورئ

د ایران قضایې قوې نوموړی ''بهرنی تبعه'' بللی، خو د هغه د تابعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. پر هغه د ''اصفهان د علیخاني میدان په پېښه کې د لاس لرلو'' تور لګېدلی و. په ناروې کې د بشري حقونو سازمان، چې د ایران پېښې څاري ویلي چې قائم حسیني د اصفهان د ''علیخاني میدان'' دوسیې پنځم تورن او دویم افغان و چې د پنجشنبې په سهار د اصفهان په مرکزي زندان (دستګرد) کې اعدام شو. یاد سازمان وايي چې ایراني چارواکو ''هېڅ داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د قائم حسیني کړنې د کوم امنیتي مامور د وژل کېدو لامل ګرځېدلې وي.'' د میزان خبري اژانس د راپور له مخې، پر قائم حسیني نور تورونه هم لګېدلي وو چې پکې ''د وسلې راایستل او د وېرې او وحشت خپرول، د عامه امنیت ګډوډول، په پراخه کچه ناامني رامنځته کول، د خلکو د جسمي خوندیتوب او ملي امنیت پر ضد اقدام'' شامل دي. د قضایې قوې په وینا، د قائم حسیني دوسیه له استیناف غوښتنې وروسته د ایران د سترې محکمې تر څېړنې لاندې ونیول شوه، خو هلته هم د اعدام حکم په بشپړه توګه تائید شو. د میزان په خبر کې راغلي چې قائم حسیني، چې په ''ارین'' هم مشهور و، د قضیې د اورېدنې پر مهال په اصفهان کې د علیخاني میدان په اعتراضونو…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 11:53:42

مهالوېش

  1. Bbc

    ایران د تېر کال د اعتراضونو په تړاو یو ''افغان'' کډوال اعدام کړ – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-21 05:04:35

ایران د تېر کال د اعتراضونو په تړاو یو ''افغان'' کډوال اعدام کړ – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button