EconomyKabulافغانستانپښتو

کابل ښار کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پيل… — Bakhtar

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 11:57:22🎙 راډیو واورئ

Summary: د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ښار د اوومې ناحیې د ۳۸م ګذر اړوند د ریشخورو د فامیلیو په سیمه کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. کابل ښاروالۍ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه سړکونه او کوڅې په ټولیزه توګه د ۵۶۲ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې دي، چې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکي ګڼو اسانتیاوو ته لاس رسی مومي او بله خوا به دوی ته د کار زمینه هم برابره شي. همدا راز یاده پروژه د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې هم اغیزمن رول لري. هېره دې نه وي، چې د دې پروژې دپلي کېدو اصلي موخه، ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کول او د ښاري خدمتونو د کچې لوړول دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 11:57:22

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کابل ښار کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پيل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-21 08:01:07

کابل ښار کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پيل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button