د «ملي مقاومت جبهې» د یوه قوماندان حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته، د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو د غچ اخیستو خبرې کړې دي. د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۰مه) راپور ورکړل شو چې حسیب پنجشیري، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و او د «ملي مقاومت جبهې» له قوماندانانو څخه و، د سالنګ پر لویه لار د طالبانو له خوا وژل شوی دی. «ملي مقاومت جبهې» هم د هغه وژل کېدل تأیید کړل. حسیب پنجشیري د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال په لومړیو کې د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو وروسته یې ياد فعالیتونه پرېښودل. د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې هغه د حسیب قوای مرکز په نوم پېژندل کېده او د هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې حسیب پنجشیري د وژنې او زورواکۍ په تور تر تعقیب لاندې دی. په یوه مورد کې د هغه د نیولو لپاره عملیات هم ترسره شول، خو پایله یې ورنه کړه. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a web browser that supports HTML5 video د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود په یوه اعلامیه کې چې پر خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې، ویلي دي: «هره دنګه ونه چې له موږ څخه پرې کړئ، پر ځای به یې زرګونه نورې راشنې شي او…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د حسیب پنجشیري وژل کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي