په هرات ولایت کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري. دغه شرکت چې شاوخوا ۲۰ کلنه کاري تجربه لري، اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نهشي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بېساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.د کندهار د سوداګرۍ او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
هرات کې د درملو کورنی تولید پراخ شوی؛ یوه فابریکه ۱۵۰ ډوله درمل تولیدوي
Sources
Afghan sources
هرات کې د درملو کورنی تولید پراخ شوی؛ یوه فابریکه ۱۵۰ ډوله درمل تولیدوي