Healthافغانستانپکتیکادری

لوګر کې د نايب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې بېړنۍ څانګه فعاله… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthپکتیکا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 11:39:31🎙 رادیو را بشنوید

پل‌علم (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): لوګر کې د نايب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د بېړنیو ناروغانو درملنې څانګه (ای‌سي‌يو) فعاله شوې ده. د یاد روغتون مسوولین وايي، دغه څانګه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سوېل‌ختیځ زون په کچه د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د بېړنیو ناروغانو درملنې لپاره فعاله شوې ده. د نايب امین‌الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون رييس ډاکټر فیصل‌احمد فنا پژواک ته وویل، د ای‌سي‌یو څانګه لس بستره لري، د شپږو متخصصو ډاکټرانو له لوري پکې د جدي ناروغانو څارنه او درملنه کېږي او په پرمختللو طبي وسایلو سمبال ده. نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون اوس مهال د سوېل‌ختیځ زون په کچه د داخله، جراحي، ماشومانو، نسایي ولادي، ای‌سي‌یو، امبولانس، وینې بانک او نورو برخو کې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د ای‌سي‌یو څانګې متخصص ډاکټر عبدالواث وحدت وویل، په دې څانګه کې د زړه حملې، مغزي سکتې، تنفسي او نورو جدي روغتیايي ستونزو لرونکي ناروغان تر ځانګړې څارنې او درملنې لاندې نیول کېږي. نوموړي د ای‌سي‌یو څانګې فعالېدل د لوګر او د سوېل‌ختیځ زون د اوسېدونکو لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل چې دغه خدمات به د جدي ناروغانو درملنې برخه کې د هغوی ستونزې راکمې کړي. د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او ناروغان هم د یادې څانګې له فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي،…

اطلاعات کوتاه

مکانپکتیکا
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 11:39:31

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لوګر کې د نايب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې بېړنۍ څانګه فعاله شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-22 16:09:15

لوګر کې د نايب امین‌الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې بېړنۍ څانګه فعاله شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button