افغانستانامنیتدریغور

حوثیان: سعودي عربستان د یمنيانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه… — Bbc

در حال تکمیلSecurityغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:00:01🎙 رادیو را بشنوید

د یمن د حوثي غورځنګ، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، د سعودي عربستان پر ځینو اهدافو له بریدونو یوه ورځ وروسته ویلي چې ریاض ''د یمن د خلکو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري.'' حوثیانو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف څخه غوښتي چې د بشري ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول هغه څه چې دوی یې د یمن ''محاصره'' بولي، پای ته ورسوي. سعودي عربستان د یمن له هغه حکومته ملاتړ کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د دغه هېواد د رسمي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی. د حوثي غورځنګ چارواکو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په جنوبي نجران سیمه کې یې یو هوايي ډګر او د دولتي نفتو شرکت ارامکو اړوند تاسیسات په نښه کړي دي. د دې ډلې پوځي ویاند په هغه اعلامیه کې چې پر ټیلیګرام خپره شوې، ویلي چې دغه ډرون بریدونه د هغه څه په غبرګون کې ترسره شوي چې دوی د ''شمالي یمن هوايي حریم ته د سعودي ډرونونو ننوتل'' بللي دي. شاوخوا یوه میاشت مخکې د حوثیانو تر کنټرول لاندې ''د بدلون او پراختیا حکومت'' هم له سعودي عربستان غوښتي وو چې د دوی په وینا ''د امریکا او صهیونیستانو له سپارښتنو پیروي'' بند کړي او د یمن د خلکو غوښتنې ومني. تر دې وړاندې د…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:00:01

خط زمانی

  1. Bbc

    حوثیان: سعودي عربستان د یمنيانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-08-22 00:51:31

حوثیان: سعودي عربستان د یمنيانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button