Summary: د بغلان مرکزي ولسوالۍ د اطفایې مدیریت نوې ودانۍ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو رئیس مولوي فضلالرحمن حقاني د اطفایې د ودانۍ د پرانیستې پر مهال باختر اژانس ته وویل، چې دغه دوه پوړیزه ودانۍ د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.نوموړي زیاته کړه، چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانۍ د نورو تاسیساتو د جوړولو هڅې هم روانې دي.په همدې حال کې، د بغلان مرکزي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې د ۲ میلیونه او ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې هم پیل شوې، چې په یو وخت کې به د ۲۵۰ لمونځکوونکو د ځایېدو وړتیا ولري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بغلان کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اطفایې امریت ته ودانۍ جوړه شوه
سرچینې
Afghan sources
بغلان کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اطفایې امریت ته ودانۍ جوړه شوه