Summary: د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یو تن په شخصي لګښت د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي بازمحمد نایاب د یاد جومات د پرانیستې پر مهال وویل، چې اوس مهال په دغه ریاست کې ۹ زره ۷۶۵ جوماتونه ثبت دي او د یادو جوماتونو د اوبو او برېښنا لګښتونه د دولت له لوري ورکول کېږي.د یاد جومات په انګړ کې شنه ساحه، د اوداسه ځای، د اوبو اسانتیاوې، د لمریزې انرژۍ په وسیله د اوبو رسولو سیسټم او د صفاکار لپاره ځانګړې خونه هم په پام کې نیول شوې ده.د یادونې وړ ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې د کرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۴ جامع او کوچني جوماتونه جوړ شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-22 12:03:09
خط زمانی
-
Bakhtar
هرات کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-22 09:45:05
هرات کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو