افغانستانامنیتبلخدری

پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې زر افغان کډوال ایستلي | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:03:13🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو چارو کمېسیون وایي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ زره و ۵۲ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه په اجباري توګه ایستل شوي او هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د یاد کمېسیون په وینا، دا افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او ابریشم پل پر لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو بشري حقونو نهادونو پرله‌پسې له اسلام اباده غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د نېولو او جبري ایستلو بهیر سمدستي متوقف کړي. دغو نهادونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته ستانه شوي کډوال له بېلابېلو امنیتي او بشري حقونو له خطراتو سره مخامخ کېدای شي. بلخوا، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې د پولیسو لخوا د نیولو او شړلو لړۍ سخته شوې او دوی په شدید وېره، نهیلۍ او بې‌پناهۍ کې ژوند تېروي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:03:13

خط زمانی

  1. Amu TV

    پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې زر افغان کډوال ایستلي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-22 08:40:30

پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې زر افغان کډوال ایستلي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button