افغانستانامنیتپښتو

د ایران د خراسان رضوي والي: طالبان دې په مشهد کې یو میلیون… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-22 17:15:22🎙 راډیو واورئ

د ایران د خراسان رضوي والي له طالب چارواکو وغوښتل چې دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې میشتو افغانانو ته په پام، په مشهد کې د مېشتو افغانانو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي. د طالبانو د شرطې یا پولیسو نوی قانون، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده توشیح کړی دی، د یادې ډلې د عدلیې وزارت د رسمي جریدې په ۱۴۹۶مه ګڼه کې خپور شوی دی. د پولیسو دغه قانون یوه سریزه، دوه بابونه، پنځه څپرکي او ۵۳ مادې لري او د کورنیو چارو وزارت یې د پلیتابه مرجع ګڼل شوې ده. په دغه قانون کې د امنیت ټینګښت، د سرحدونو امنیت، په سړکونو کې د موټرو د تګ راتګ، زندانیانو، لرغونو اثارو او ځنګلونو خوندیتوب، د ماشومانو د تادیب، اورلګېدنې مخنیوي، د نشه‌يي توکو او اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي په برخو کې پولیسو دندې او مسوولیتونه په نښه شوي دي. د دغه قانون له مخې، د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشي او د پولیسو ځینې نور اقدامات هم تنظیم شوي دي. همدارنګه، د وسایلو د کارولو په برخه کې د پولیسو صلاحیتونه هم مشخص شوي دي. د قانون په دویمه ماده کې د پولیس یا شرطه ګومارنه د طالبانو د امارت په مقام پورې مشروطه شوې…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-22 17:15:22

مهالوېش

  1. AF International

    د ایران د خراسان رضوي والي: طالبان دې په مشهد کې یو میلیون افغانانو ته اوبه برابرې کړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-22 13:01:07

د ایران د خراسان رضوي والي: طالبان دې په مشهد کې یو میلیون افغانانو ته اوبه برابرې کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button