اتو اکثريت مسلمان هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو تګلاره غندلې او د "يي-۱" په نامه د ښارګوټي د جوړولو طرحه یې د "خطرناکو ترينګلتياو زياتوالی" بللی دی. د سعودي عربستان، مصر، پاکستان او اندونيزيا په ګډون د يو شمېر هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو د دې طرحې مخالفت څرګند کړی دی. تر دې ورمخکې هم د اوو هېوادونو يوې ډلې چې بریتانيا، فرانسه، جرمني او کاناډا په کې شامل وو له شرکتونو غوښتي وو چې د دغو ښارګوټو د جوړولو اړوند په داوطلبيو کې ګډون ونه کړي. د اسرائیلو حکومت د يي۱ (E1) په نامه د یوه داسې ښارګوټي طرحه پلان کړې چې له مخې یې په ختیځ بیت المقدس کې زرګونه استوګنیز واحدونه جوړېږي. نیوکګر یې وايي، د دې طرحې پلي کېدل د لوېدیځې غاړې د شمال او سوېل ترمنځ جغرافیایي پیوستون ګډوډ او د یوه واحد فلسطیني دولت جوړېدل لا ستونزمنوي. دا غندنې په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو حکومت په لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراختیا بهیر چټک کړی دی. شل کاله وړاندې د اسرائیلو د هغه مهال حکومت د اشغال شوې لویدیځې غاړې په شمال کې کادیم ښارګوټی خوشی کړی و خو اوس د اسرائیليانو یو نسل بېرته دغه ښارګوټي ته ورستون شوی. د اسرائیل اوسني حکومت د جنین شاوخوا سیمو کې د مېشتېدو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
اتو مسلمانو هېوادونو د اسرائیلو د مېشتځايونو پلان غندلی – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
اتو مسلمانو هېوادونو د اسرائیلو د مېشتځايونو پلان غندلی – BBC News پښتو