افغانستانامنیتپښتوغور

په افغانستان کې د طالبانو په نوي قانون کې هر ډول لاریون منعه شوی دی

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 01:27:05🎙 راډیو واورئ

پارس تودی-د طالبانو مشر په نوي «شرطه» قانون کې په افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کړي دي. دغه قانون پرون د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا خپور شو او د قانون په ۵۰مه ماده کې په څرګندو ټکو مظاهرې منع شوې دي. د پارس تودی له راپور سره سم، دغه بندیز د شرطې قانون په پنځوسمه ماده کې راغلی، خو په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی. د شرطې نوی قانون یوه سریزه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یې د پلي کېدو د مرجع په توګه ټاکل شوی دی. په دغه قانون کې د «شرطې» دندې د عامه امنیت او نظم ټینګول، د هوايي ډګرونو او اړوندو تاسیساتو ساتنه، د ناقانونه وسلو او مهماتو مخنیوی، په بېړنیو پېښو کې د خلکو ژغورنه او د خلکو د شتمنیو ساتنه بلل شوې ده. دغه قانون د جرم، تورن او مشکوک کس لپاره هم تعریفونه وړاندې کوي چې د امنیت او نظم په برخه کې د طالبانو د حکومت د احکامو پر بنسټ تنظیم شوي دي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 01:27:05

مهالوېش

  1. Parstoday

    په افغانستان کې د طالبانو په نوي قانون کې هر ډول لاریون منعه شوی دی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 01:21:31

په افغانستان کې د طالبانو په نوي قانون کې هر ډول لاریون منعه شوی دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button