د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور کې د جایدادونو سوداګر وايي، له خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو سره په دغه ښار کې د کورونو او ځمکو غوښتنه کمه شوې او په ځینو څنډهییزو سیمو کې د جایدادونو بیې تر ۵۰ سلنې راټیټې شوې دي. د اسلاماباد په نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وويل، دغه محصلينې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په خپل کور کې له نیول کېدو وروسته په ټېکسلا کې د پوليسو مرکز ته لېږدول شوي او له هغه ځايه بيا د اټک مهاجرينو کمپ ته انتقال شوې دي. هغه زیاته کړه، د افغان محصلينو حالت له تېرو څو مياشتو راهېسې ډېر بد دی «او د ډېر خفګان خبره دا ده، چې دوی [پاکستاني پولیس] اوس پر ښځينه محصلينو هم رحم نهکوي». شريعتی زياته کړه: «د محصلينو غږ هېڅوک هم نهاوري نه سفارت، نه د افغانستان او نه د پاکستان چارواکي د دوی غږ اوري، بيخي نااميده شوي یو». دغه نیول شوې زدهکړیالانې سره خویندې دي او ویل کېږي سروده رحیمي او حسینه رحیمي نومېږي او په اسلاماباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون محصلینې دي. د افغان محصلینو ټولنه د پولیسو له لوري د هغوی نیول کېدل، د محصلینو پر وړاندې د ناعادلانه چلند او ښکاره تبعیض یوه جدي بېلګه بولي. په خبرپاڼه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د افغان کډوالو له وتلو سره پېښور کې د کورونو بیې تر ۵۰ سلنې راکمې شوي
Sources
Afghan sources
د افغان کډوالو له وتلو سره پېښور کې د کورونو بیې تر ۵۰ سلنې راکمې شوي