کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ١٤٠٥): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت خپل روسي سیال موسار ایبراګیموف ته ماته ورکړه. جاوېد بشارت نن سهار (یکشنبه) د «PFL» سازمان سیالیو کې له خپل روسي سیال موسار ایبراګیموف سره میدان ته کښته شو او په پایله کې د لوبڅارانو په پرېکړه او د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو یې خپل سیال ته ماته ورکړه. د راپورونو له مخې، دغه لوبه د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې ترسره شوه. د «PFL» سازمان نن پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې جاوېد بشارت خپل روسي سیال ته ماته ورکوي. د یادونې ده، جاوېد بشارت تر دې مهاله ١٦ لوبې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-23 05:42:02
Timeline
-
Pajhwok
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت خپل روسي سیال ته ماته ورکړه
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-23 10:11:37
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت خپل روسي سیال ته ماته ورکړه