EnglishKabulافغانستانامنیت

ذبیح الله مجاهد: جمعه‌خان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي.

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-23 08:15:22🎙 Listen to radio

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د نسي ولسوالۍ پخوانی سیمه‌ییز طالب قوماندان، جمعه‌خان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي. هغه ټینګار کړی چې: «اوس مهال نور جزئیات په لاس کې نشته، ځکه لومړی باید دوسیه او تورونه ترتیب شي او وروسته عدلي او قضايي مراجعو ته وړاندې شي.» جمعه‌خان فاتح د سرپرست حکومت له ځواکونو سره له څو ورځنیو سختو نښتو وروسته، د زمري په ۲۴مه تسلیم شو او سمدستي له بدخشان څخه کابل ته ولېږدول شو. فاتح چې تر دې وړاندې په زابل کې د سرپرست حکومت د والي مرستیال پاتې شوی و، په وروستیو میاشتو کې له حکومت سره په جدي اختلافاتو اخته شوی و؛ هغه اختلافات چې په پای کې د نسي ولسوالۍ په کچه په پراخو نښتو واوښتل. د فاتح له تسلیمېدو وروسته، د سرپرست حکومت یوه پلاوي نسي ولسوالۍ ته سفر کړی او له خلکو یې غوښتي چې د جمعه‌خان فاتح د فعالیتونو په اړه خپلې شکایتونه، عریضې او راپورونه وړاندې کړي. د بدخشان ولایت یوه سیمه‌ییزه سرچینه وایي، د دغه پلاوي غړو له خلکو سره د لیدنې پر مهال فاتح د خلکو د ځمکو او ملکیتونو پر غصب او پر ځايي اوسېدونکو د ظلم کولو په تورونو تورن کړی دی. تر دې وړاندې هم له سرپرست حکومت سره نږدې رسنیو داسې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-23 08:15:22

Timeline

  1. Parstoday

    ذبیح الله مجاهد: جمعه‌خان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي.

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:04:44

ذبیح الله مجاهد: جمعه‌خان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي.

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button