EnglishSportsافغانستانغور

افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي

DevelopingSportsغور1 SourcesUpdated: 2026-08-23 09:01:50🎙 Listen to radio

ویل شوي چې دغه سیالۍ به د روان کال د تلې تر شپاړسمې، پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي. په دغو سیالیو کې ماهیپر، میوند، پامیر او هندوکش څلور لوبډلې ګډون لري. څلور واړه لوبډلې به د ګروپي پړاو په سیالیو کې دوه ځله له یو بل سره ولوبېږي او هره لوبډله به شپږ لوبې ترسره کړي. دوه غوره لوبډلې به د پایلوبې لپاره، چې د تلې په دولسمه ترسره کېږي، لار ومومي. د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او د کورني کرکټ نوموتي څېرې به هم په دغو سیالیو کې ګډون وکړي. د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي به هم په لومړیو دوو سیالیو کې ولوبېږي او له هغې وروسته به د دوه زره شپږویشت کال په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته ولاړ شي.

Quick facts

Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-23 09:01:50

Timeline

  1. Parstoday

    افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:55:21

افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button