EconomyEnglishKabulافغانستان

افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-23 09:06:54🎙 Listen to radio

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پاليسۍ او له حکومت سره د اړيکو مرستیال میراجان سلیمانخېل په مشرۍ د دې خونې یوه پلاوي په تهران کې د ايران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له عمومي منشي فریدون وردي‌نژاد سره کتلي دي. دواړو لورو د یو تفاهم‌لیک پر لاسلیک، د ګډې کاري ډلې پر جوړولو او په دواړو هېوادونو کې د سوداګرو د اتحادیو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده. ټاکل شوې دغه تفاهم‌لیک کابل ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر او د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون او سوداګریز فورم پر مهال لاسلیک شي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا دغه ډول ناستې مهمې بولي او وايي، دا ډول ناستې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا زمینه برابره کړي. هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ په یوه سوداګریزه غونډه کې د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوي وې.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-23 09:06:54

Timeline

  1. Parstoday

    افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:59:03

افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button