افغانستانامنیتپښتو

حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 09:50:30🎙 راډیو واورئ

پارس ټوډې – د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د درستو اهل تشیّع د روا غوښتنو پر عملي کېدو او د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌ین حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د اهل تشیَع د روا غوښتنو پر پوره کېدو ټینګار وکړ او وې ویل چې افغانستان د ټول ولس هېواد دی. هغه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د هزاره‌وو او نورو شیعیانو شتون ته په اشارې سره وویل چې طالبان د هغوی قدرداني کوي. حقاني زیاته کړه: افغانستان د دغه هېواد د ټولو خلکو دی او د ټولنیز یووالي ساتل به د نظام او خلکو په ګټه وي د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر وویل، سره له دې چې ځینې کوچني اختلافات شته، خو «د دې خلکو خیر او شر یو دی» او ټول باید د یووالي د ساتلو او د تېرو ستونزو د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. حقاني همدارنګه وویل چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته به د طالبانو د حکومت د امکاناتو په کچه، سوکه سوکه ارزونه او اصلاح وشي او هیڅوک باید په افغانستان کې ځان پرَدی احساس…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 09:50:30

مهالوېش

  1. Parstoday

    حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 09:41:55

حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button