EnglishKabulNewsافغانستان

کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیک‌لارو ارزونې او همغږې‌کولو په… — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-23 10:48:22🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي» په نوم د ژبو د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، په لیکلارو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړولو په موخه په کابل ښار کې پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د ملي موزیم په تالار کې پیل شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رییس حافظ سیف‌الرحمن محمدي ویلي چې د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه رامنځته شوی، څو د هېواد د ملي او نورو ژبو لپاره یو شان لیکدودونه چمتو او ترتیب کړي. د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي هم ویلي چې د انسان غوره‌والی په ژبه او علم پورې تړاو لري. هغه زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او په اسلامي نظام کې د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب لپاره هيڅ ځای نشته. د طیبي په وینا، د اسلامي نظام دښمنان تل هڅه کوي چې د اختلافاتو…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-23 10:48:22

Timeline

  1. Pajhwok

    کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیک‌لارو ارزونې او همغږې‌کولو په موخه علمي ورکشاف پیل شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-23 15:17:42

کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیک‌لارو ارزونې او همغږې‌کولو په موخه علمي ورکشاف پیل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button