Kabulافغانستانامنیتدری

کونړ کې راستنو شوو کډوالو ته په دویم ښارګوټي کې د نومرو د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-23 10:53:17🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي چې په کونړ کې د کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي تفصلي پلان بشپړ او د ځمکې نومرو د وېش لړۍ یې پیل شوه. د کور او ښارجوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل کړه. سرچینه زیاتوي، د پشد ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښارجوړولو وزارت تر تخنیکي څارنې لاندې بشپړ شوی چې د استوګنې ساحو ترڅنګ پکې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، دیني مدرسو، تفریحي ساحو او نورو عامه خدمتونو لپاره لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي. یاد وزارت ویلي چې په یاد ښارګوټي کې ټولې ۷۶۳ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې چې راستنېدونکو کډوالو ته به ووېشل شي. خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مخکې د خاص کونړ ښارګوټي کې هم ۵۹۰ راستنو شوو کورنیو ته د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-23 10:53:17

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کونړ کې راستنو شوو کډوالو ته په دویم ښارګوټي کې د نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-23 15:22:05

کونړ کې راستنو شوو کډوالو ته په دویم ښارګوټي کې د نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button