Economyافغانستانبلخپښتو

جوزجان کې د کورنیو تولیداتو دویم نندارتون پرانیستل شو — Bakhtar

روان خبرEconomyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 12:08:21🎙 راډیو واورئ

Summary: د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د کورنیو تولیداتو او صنعتي توکو دویم نندارتون د سیمه ‌ییزو مسوولینو، سوداګرو، صنعتکارانو، تولیدوونکو او یو شمېر اوسېدونکو په ګډون پرانیستل شو. د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعت پیاوړتیا د هېواد د اقتصادي ځان ‌بسیاینې پر لور مهم ګام دی.نوموړي زیاته کړه، چې د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا سره به له نورو هېوادونو څخه د وارداتو اړتیا راکمه او په هېواد کې به د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.ورته مهال، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي نیازمحمد تواب وویل، چې د دغه درې ورځني نندارتون موخه د تولیدوونکو، صنعتکارانو، پانګه‌ والو او سوداګرو د وړتیاوو، لاسته‌ راوړنو او تولیداتو معرفي او بازارموندنه ده.د نوموړي په وینا، په نندارتون کې ۲۰ غرفې جوړې شوې دي، چې د جوزجان، بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو کورني تولیدات، لاسي صنایع او بېلابېل صنعتي توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.نوموړي له سوداګرو او پانګه ‌والو وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته پاملرنه وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د «حوا بهیر» شرکت له لوري جوړ شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 12:08:21

مهالوېش

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د کورنیو تولیداتو دویم نندارتون پرانیستل شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-23 11:24:05

جوزجان کې د کورنیو تولیداتو دویم نندارتون پرانیستل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button