Summary: د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ترڅنګ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر نقیب الله مسرور باختر اژانس ته وویل، چې د پاسپورټ امریت او د پولیسو روغتیايي چارو اړوند امریت لپارهودانۍ د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودجې څخه جوړېږي.د یادو ودانیو د جوړولو چارې به د لسو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د تخار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغو ودانیو په جوړېدو سره به مراجعینو او د پولیسو منسوبینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې، د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر به لا منظم او چټک شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
تخار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
تخار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې