Summary: د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني پلان له مخې، د اي انډ جام – احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو نهم پړاو پیل کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل او د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام وکړي.په دغو سیالیو کې ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون کوي، چې په لومړۍ لوبه کې به دفاعي اتله میوند اتلان د اګست په ۲۹مه نېټه د ماهیپر ستوري پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.د سیالیو د مهالوېش له مخې، ټولې ګډون کوونکې لوبډلې به له یو بل سره دوه ځله مخامخ شي او هره لوبډله به شپږ لوبې ترسره کړي، له دې ډلې به دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر په څلورمه نېټه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او غوره کارکردګي لرونکي لوبغاړي هم ولوبېږي.د دغو سیالیو په لومړیو دوو لوبو کې به د افغان ابدالیان لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم ګډون وکړي، چې وروسته به د ۲۰۲۶ز کال اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته سفر وکړي او پر ځای به یې د کورني کرکټ یو شمېر نور ځوان لوبغاړي د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ ولوبېږي.احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنې دي او په هېواد کې د اوږدې بڼې کرکټ او لوبغاړو د ودې په برخه کې مهم رول لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د احمد شاه ابدالي نهم پړاو فرسټ کلاس د کرکټ سیالۍ پیل کېږي