Economyافغانستانپښتو

ملګري ملتونه وايي افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري — AF International

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 17:15:32🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ویلي چې د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه وګړي د برېښنا عمومي شبکې ته لاسرسی لري او داهم ۹۰ سلنه په ښاري سیمو متمرکزه ده. د یاد سازمان په وینا، کلیوالي سیمې لا هم تر ډېره له برېښنايي خدمتونو بې ‌برخې دي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي چې واشنګټن غواړي پر ایران «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغو هېوادونو ته د سختو اقتصادي پایلو خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي. اقتصادي شنونکي وايي، که دغه بندیزونه پر ایران سربېره هغو شرکتونو او هېوادونو ته هم وغځول شي چې له تهران سره سوداګري کوي، افغانستان به د خپل جغرافیایي نږدېوالي او له ایران سره د پراخو سوداګریزو اړیکو له امله له غیرمستقیم فشار سره مخ شي. د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه اندېښنه د ایران چابهار بندر دی. دغه بندر افغانستان ته د پاکستان له مسیرونو پرته سمندر ته د لاسرسي یوه مهمه لاره برابروي او د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم بلل کېږي. خو د چابهار په اړه د امریکا د بندیزونو وضعیت لا له وړاندې پېچلی شوی دی. د هند لپاره د چابهار د بندیزونو معافیت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی، چې د بندر…

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 17:15:32

مهالوېش

  1. AF International

    ملګري ملتونه وايي افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-23 15:10:53

ملګري ملتونه وايي افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button