EconomyEnglishافغانستانننګرهار

غلو د ننګرهار د هډې فارم پر سړک له یو تن نه د… — AF International

DevelopingEconomyننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-08-23 17:15:36🎙 Listen to radio

د ننګرهار یو اوسېدونکي ویلي، چې پلار یې د یکشنبې په سهار د فارم هډې پر عمومي سړک د څلورو وسله والو کسانو له خوا لوټل شوی او شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ او ۱۰۰ ډالر یې ترې وړي دي. نوموړی وایي، چې وسله وال په کرولا موټر کې له سیمې تښتېدلي دي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي چې واشنګټن غواړي پر ایران «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغو هېوادونو ته د سختو اقتصادي پایلو خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي. اقتصادي شنونکي وايي، که دغه بندیزونه پر ایران سربېره هغو شرکتونو او هېوادونو ته هم وغځول شي چې له تهران سره سوداګري کوي، افغانستان به د خپل جغرافیایي نږدېوالي او له ایران سره د پراخو سوداګریزو اړیکو له امله له غیرمستقیم فشار سره مخ شي. د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه اندېښنه د ایران چابهار بندر دی. دغه بندر افغانستان ته د پاکستان له مسیرونو پرته سمندر ته د لاسرسي یوه مهمه لاره برابروي او د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم بلل کېږي. خو د چابهار په اړه د امریکا د بندیزونو وضعیت لا له وړاندې پېچلی شوی دی. د هند لپاره د چابهار د بندیزونو معافیت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی،…

Quick facts

Locationننګرهار
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-23 17:15:36

Timeline

  1. AF International

    غلو د ننګرهار د هډې فارم پر سړک له یو تن نه د وسلو په زور ١٥٠ زره افغانۍ وړې دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-23 14:33:14

غلو د ننګرهار د هډې فارم پر سړک له یو تن نه د وسلو په زور ١٥٠ زره افغانۍ وړې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button