Summary: د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د «ابتکار نوین» په نوم د فوټسال لوبغالی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د فوټسال کمېټې مسوول حمید فراهي باختر اژانس ته ویلي، چې یاد لوبغالی د یوه ځایي اوسېدونکي مولوي عبدالکریم رحماني په مالي ملاتړ د درې میلیونه افغانیو په لګښت، د یوه کال په موده کې جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، دغه لوبغالی ۴۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. هغه زیاته کړې چې یاد لوبغالی د شاوخوا پنځه زره نندارچیانو د ځایېدو وړتیا هم لري. ورته مهال یو شمېر لوبغاړو د دغه لوبغالي له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او دا یې د فوټسال ورزش د ودې او پرمختګ لپاره مهم او اغېزناک ګام بللی دی. د یادونې وړ ده، چې د دغه لوبغالي د پرانیستې پر مهال د فراه او هرات ولایتونو د طوفان شیبکوه، جوانان پشتکوه، فراه ښاروالۍ او ستاره ساز هرات لوبډلو ترمنځ څلور اړخیزې فوټسال سیالۍ هم ترسره شوې، چې په پایله کې یې د طوفان شیبکوه لوبډلې لومړی او د فراه ښاروالۍ لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال لوبغالی جوړ شو
Sources
Afghan sources
فراه کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال لوبغالی جوړ شو