KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ګیني پلازمېنه کې ځمک‌ښویېدنه؛ ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 04:43:29🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ګیني پلازمېنه کوناکري کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا دوه بجې، د کوناکري ښار په «ګېبېسیا» سیمه کې د شپې له سخت ورښت وروسته شوې ده. د ګیني حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۳۰ کسان مړه، شپږ سخت او ۱۶ نور سطحي ټپیان شوي دي. ویل شوي چې سخت بارانونه د کثافاتو د یوې لویې ډېرۍ ښویېدو لامل شوي او د سیمې شاوخوا یې یو شمېر خېمې او غیرمعیاري کورونه لاندې کړي دي. په راپور کې راغلي چې ژغورونکي د لویو ماشینونو او نورو وسایلو په مرسته سیمه کې تر خاورو لاندې د احتمالي لاندې شوو کسانو په لټون بوخت دي. د ګیني لومړي وزیر امادو اوري باه له پېښې وروسته سیمې ته تللی او له خلکو یې غوښتي چې خپل ارام وساتي، له زیانمن شوو کسانو سره خواخوږي او پیوستون وښيي او د ژغورونکو ځواکونو او مسوولینو لارښوونې مراعات کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 04:43:29

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ګیني پلازمېنه کې ځمک‌ښویېدنه؛ ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 09:12:39

د ګیني پلازمېنه کې ځمک‌ښویېدنه؛ ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button