افغانستانامنیتپښتو

ایران په افغانستان کې د کانونو د ظرفیتونو ارزونې څېړنې پیل کړې — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 05:15:53🎙 راډیو واورئ

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د دغه هېواد د ځمک‌پېژندنې او کان‌اکتشافي سازمان مشر محمود فاطمي عقدا د افغانستان د کانونو ظرفیتونو پېژندلو او د کاني سرچینو لپاره د معلوماتو بانک جوړولو په موخه د مطالعاتو د پیل خبر ورکړی. د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی. هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي. احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی. هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې خلک په پيسو را اړوي….

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 05:15:53

مهالوېش

  1. AF International

    ایران په افغانستان کې د کانونو د ظرفیتونو ارزونې څېړنې پیل کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-24 04:21:04

ایران په افغانستان کې د کانونو د ظرفیتونو ارزونې څېړنې پیل کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button